TOOSnews
اعلان
طالبان: په تېرو پنځو كلونو كې له ١۶ زرو ډېر بنديان ازاد شوي.
افغانستانټوس نیوز

طالبان: په تېرو پنځو كلونو كې له ١۶ زرو ډېر بنديان ازاد شوي.

۶ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو ستره محکمه وايي، په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان له زندانونو ۱۶ زره او ۴۶۸ بندیانو ته «عفوه» ورکړل شوې او د ۱۱ زره او ۱۵۹ نورو بندیانو د بند موده کمه شوې ده.

د طالبانو د سترې محکمې ویاند منصور احمد حمزه وايي، دغه کسان د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده د حکم او د سترې محکمې د رئیس عبدالحکیم حقاني د هدایت پر بنسټ له زندانونو ازاد شوي دي.

نوموړي ویلي: «د هبت‌الله اخوندزاده د حکم او د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني د هدایت پر اساس په تېرو پنځو کلونو کې ۱۶ زره او ۴۶۸ زندانیانو ته عفوه ورکړل شوې او د ۱۱ زره او ۱۵۹ د بند په موده کې تخفیف راوستل شوی دی.»

د طالبانو سترې محکمې دا نه دي ویلي چې اوس مهال د افغانستان په زندانونو کې، د ښځو په ګډون، څومره کسان بندیان دي.

بلخوا، د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو په وار وار د طالبانو تر ادارې لاندې د توقیف ځایونو، په ځانګړي ډول د استخباراتو تر څار لاندې زندانونو کې د شکنجې او له بندیانو سره د ناوړه چلند په اړه اندېښنې څرګندې کړي دي.

د بشري حقونو د بنسټونو په وینا، د شکنجې قربانیان د خپلو شکایتونو د ثبت او د خوندیتوب لپاره اغېزناکو میکانیزمونو ته لاسرسی نه لري. همداراز، په زندانونو کې د شکنجې له امله د بندیانو د مړینې په اړه هم راپورونه خپاره شوي دي.

طالبانو بیا په زندانونو کې د بندیانو د شکنجې راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د دوی د اصولو له مخې د تورنو کسانو هر ډول ځورونه منع ده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.