د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وایي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې یوازې د تورخم له لارې ۵۹ زره او ۸۳۳ افغان کډوالې کورنۍ له پاکستانه افغانستان ته راستنې شوې دي.
په تورخم کې د یادې ټولنې مسوول شاکرالله شاکر د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، چې د دغو راستنو شویو کورنیو د غړو ټول شمېر له ۳۲۸ زرو کسانو اوښتی دی.
د نوموړي په وینا، راستنو شویو کورنیو ته چمتو شوي خواړه، روغتیايي خدمتونه او د لنډمهالې استوګنې اسانتیاوې برابرې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی او نږدې هره ورځ لسګونه افغان کورنۍ له بېلابېلو لارو په جبري ډول افغانستان ته ستنوي.
لیکوال:سعید سمیر








