TOOSnews
اعلان
د بدخشان په ارګو کې د طالبانو پر پوستو راکټي برید شوی.
افغانستانټوس نیوز

د بدخشان په ارګو کې د طالبانو پر پوستو راکټي برید شوی.

۱۷ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ځايي سرچینې وايي چې د پنجشنبې په ماښام، د زمري ۱۵مه، د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې د طالبانو پر پوستو راکټي برید شوی. د سرچینو په وینا، دا برید د ارګو ولسوالۍ د مرکز وحدت ښار اړوند د دریخانه په سیمه کې، هغه مهال شوی چې د طالبانو یوه ګزمه له سیمې تېرېدله.

تر اوسه د دې برید د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه کره جزئیات نه دي خپاره شوي. همدارنګه هېڅ ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی او طالبانو هم تر اوسه د برید د ترسره کېدو او د هغې د پایلو په اړه څه نه دي ویلي.

یوه ځايي سرچینه وايي چې طالبانو له پېښې وروسته درې کسان نیولي دي. خو د نیول شویو کسانو د هویت او د هغوی د نیولو د لامل په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د طالبانو واک ته د بیا رسېدو پنځمې کلیزې په درشل کې، د افغانستان په ځینو سیمو کې د دې ډلې پر ځواکونو د وسله‌والو بریدونو د زیاتېدو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.