د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیاءالله هاشمي، د نجونو د زده کړو په اړه د حامد کرزي د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې، په اېکس ټولنیزه شبکه کې د یوه پیغام له لارې له هغه سخت انتقاد وکړ او ویې ویل چې نوموړی «د افغانستان د مسئلو په اړه د نظر څرګندولو حق نه لري.»
هاشمي د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ ۲۴مه، ویلي چې د لوړو زده کړو په اړه نظر ورکول د هغو کسانو کار دی چې د خپل مسؤلیت په دوره کې یې د هېواد د علمي پرمختګ لپاره مثبت میراث پرې ایښی وي. هغه د افغانستان پخواني ولسمشر ته په خطاب کې وویل چې د طالبانو په باور، د کرزي کړنو هغه ته داسې مقام نه دی ورکړی.
دا غبرګون وروسته له هغې څرګند شو چې حامد کرزي د یونیسف د وروستي راپور پر بنسټ، د نجونو د زده کړو د بندېدو د پایلو په اړه وویل چې د ټولو لپاره د زده کړو برابر لاسرسی، په ځانګړي ډول د نجونو لپاره، د افغانستان د روغتیا، پرمختګ او راتلونکي د ښه والي په برخه کې مهم رول لوبولی شي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د ویاند څرګندونو په افغان ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راوپارول. د کرزي یو شمېر پلویانو د هاشمي ژبه نامناسبه وبلله او ویې ویل چې د یوه وزارت ویاند باید د هېواد له پخواني ولسمشر سره په داسې ادبیاتو خبرې ونه کړي.
له بلې خوا، ځینو کاروونکو او سیاسي او فرهنګي فعالانو د طالبانو له دریځ څخه ملاتړ وکړ او د کرزي د ولسمشرۍ دورې کړنې یې تر نیوکې لاندې راوستې. هغوی ادعا کوي چې د طالبانو په اړه د کرزي سیاستونه، په ځانګړي ډول له دې ډلې سره د خبرو او جوړجاړي ټینګار، په بیا واک ته د طالبانو په راتګ کې رول درلود.
د کرزي منتقدان همداراز په کابل کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د هغه پاتې کېدل له دې ډلې سره د سیاسي نږدېوالي نښه بولي. خو کرزي تر اوسه څو ځله د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو، د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بېرته پرانیستل کېدو او د اتباعو د حقونو د رعایت غوښتنه کړې ده.
حامد کرزي په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له نسکورېدو وروسته د افغانستان د انتقالي ادارې مشري پر غاړه واخیسته او وروسته د دوو دورو لپاره د دغه هېواد ولسمشر وټاکل شو. هغه د خپلې واکمنۍ پر مهال له طالبانو سره د خبرو ملاتړ کاوه؛ هغه تګلاره چې تل د افغانستان د بېلابېلو سیاسي جریانونو له خوا له موافقې او مخالفت سره مخ شوې ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








