د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې ډلې د نسي پخوانی ولسوال، جمعهخان فاتح، به محاکمه شي.
مجاهد وویل چې تر اوسه د دې قضیې په اړه نور جزئیات نه شته؛ ځکه د جمعهخان فاتح دوسیه او پر هغه لګېدلي تورونه باید بشپړ شي او وروسته عدلي او قضايي مراجعو ته وړاندې شي.
هغه زیاته کړه چې د دوسیې له ترتیب او د تورونو له مشخصېدو وروسته به موضوع د ارزونې او رسیدګۍ لپاره اړوندو عدلي او قضايي مراجعو ته وسپارل شي.
د طالبانو ویاند د محاکمې د ترسره کېدو د کره نېټې او د دې ډلې پر پخواني ولسوال د لګېدلو تورونو د جزئیاتو په اړه نور وضاحت ورنه کړ.
لیکواله:سلیمه آریایي








