د طالبانو د ویاند اصلي هویت له ۲۵ کلونو وروسته افشا شو.
د طالبانو مشر ویاند، ذبیحالله مجاهد، د لومړي ځل لپاره ویلي چې «ذبیحالله مجاهد» یې اصلي نوم نه دی او شاوخوا ۲۵ کاله وړاندې یې د خپلو فعالیتونو لپاره دا مستعار نوم غوره کړی و.
هغه دا خبره په کندهار کې د بيبيسي له یوه استول شوي خبریال سره په مرکه کې کړې ده. دغه مرکه، دوشنبې، د زمري په ۲مه، خپره شوې او مجاهد په کې د اوږدې مودې لپاره د دې مستعار نوم د کارولو په اړه وضاحت ورکړی دی.
د راپور له مخې، د طالبانو د ویاند اصلي نوم «طاهرشاه صدیقي» دی. نوموړی شاوخوا دوه نیمې لسیزې د «ذبیحالله مجاهد» په نوم د طالبانو د یوه ویاند په توګه فعالیت کړی او د دې ډلې له بیا واک ته رسېدو وروسته یې هم په همدې نوم خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.
مجاهد اوس د طالبانو له مهمو څېرو څخه دی چې له کورنیو او بهرنیو رسنیو سره اړیکې لري او ډېری وخت د دې ډلې رسمي دریځونه له رسنیو سره شریکوي.
هغه په دې مرکه کې روښانه نه کړه چې ایا د طالبانو نور لوړپوړي چارواکي هم په مستعارو نومونو فعالیت کوي او که نه، او دا چې د دې ډلې څومره لوړپوړي غړي له غیرواقعي هویتونو څخه استفاده کوي.
تر دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي چې د طالبانو ځینو چارواکو د خپلو اصلي نومونو پر ځای په بېلابېلو نومونو د هویتي اسنادو او پاسپورټونو څخه استفاده کړې ده. ویل شوي چې په ځینو مواردو کې دا کار د امنیتي محدودیتونو د مخنیوي لپاره ترسره شوی دی.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس، رحمتالله نبیل، هم په ۱۴۰۲ لمریز کال کې ویلي وو چې د طالبانو ګڼ شمېر چارواکي د امنیتي محدودیتونو د مخنیوي لپاره له مستعارو هویتونو څخه استفاده کوي.
د بېلګې په توګه، د طالبانو د پخواني مشر ملا اخترمحمد منصور په اړه راپور ورکړل شوی چې هغه د «وليمحمد» په نوم د پاکستاني تذکرې او پاسپورټ په وسیله یو شمېر عربي هېوادونو ته سفرونه کړي وو.
همدارنګه، د طالبانو د اقتصادي چارو د لومړي وزیر مرستیال، ملا عبدالغني برادر، په اړه هم راپورونه خپاره شوي چې هغه د «محمد عارف آغا» په نوم له یوه پاکستاني مستعار هویت څخه استفاده کوله. د دغو راپورونو له مخې، نوموړي کلونه له همدې هویت سره ژوند او فعالیت کړی و.
لیکواله:سلیمه آریایي








