TOOSnews
اعلان
طالبان: د ښځو ستونزو اورېدو ته ٢۴ ساعته چمتو يو.
افغانستانټوس نیوز

طالبان: د ښځو ستونزو اورېدو ته ٢۴ ساعته چمتو يو.

۱۲ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د امر بالمعروف، نهی عن المنکر وزیر خالد حنفي په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له استازي عرفات جمال سره په لیدنه کې ویلي، چې د دوی وزارت چمتو دی د ښځو ستونزې ۲۴ ساعته واوري او هغوی له خپلو حقونو برخمنې کړي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې حنفي د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مرستې ستایلې او ویلي یې دي چې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې هڅې شوې دي. هغه ادعا کړې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د سلګونه زرو وګړو شرعي او اساسي حقونه خوندي شوي دي.

بل لور ته، عرفات جمال ویلي چې د ۲۰۲۳ کال راهیسې تر اوسه شاوخوا شپږ میلیونه افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي چې د افغانستان د ټول نفوس نږدې ۱۵ سلنه جوړوي. د هغه په وینا، UNHCR هڅه کوي د نقدي مرستو ترڅنګ راستنو شویو کډوالو ته د سرپناه او د کوچنیو کاروبارونو د رامنځته کولو په برخو کې هم ملاتړ برابر کړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په خپل تشکیل کې ښځینه کارکوونکې نه لري او د ښځو پر زده کړو، کار او ګڼو ټولنیزو فعالیتونو لګېدلي بندیزونه لا هم د کورنیو او نړیوالو بنسټونو د نیوکو لامل دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.