TOOSnews
اعلان
له پېښوره تښتول شوې ١١ كلنه نجلۍ د سند پوليسو وژغورله.
نړۍټوس نیوز

له پېښوره تښتول شوې ١١ كلنه نجلۍ د سند پوليسو وژغورله.

۳ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان د سند ایالتي پولیسو ویلي، هغه ۱۱ کلنه نجلۍ چې څه باندې دوه میاشتې وړاندې له پېښور څخه تښتول شوې وه، د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یې د انسان تښتوونکو له منګلو ژغورلې ده.

د سند پولیسو د شنبې په ماخوستن ویلي، حرم سعید د روان میلادي کال د مارچ په ۲۸مه له پېښوره تښتول شوې وه او وروسته شکارپور ته لېږدول شوې وه. د پولیسو په وینا، د عملیاتو پر مهال د انسان تښتوونکو د ډلې یو مشر عبدالوحید وژل شوی او یو شمېر نور غړي یې ټپیان شوي دي.

پولیسو ویلي، د دغو عملیاتو پر مهال نجلۍ په خوندي ډول ژغورل شوې او د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي.

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان د نجلۍ له ژغورنې وروسته ویلي، د انسان تښتوونکو پر ضد باید ټولنه په ګډه راپورته شي او د هغو نجونو، هلکانو او ځوانانو لپاره غږ پورته شي چې لا هم د دغو ډلو په ولکه کې دي.

هغه همداراز د پېښې د بشپړو او شفافو پلټنو غوښتنه کړې او پوښتنه یې کړې، چې دغه نجلۍ څنګه له پېښوره تر سنده ورسول شوه.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.