د فرانسې د مور او ماشومانو د طبي انسټیټوټ (FMIC) شپاړسمه نړیواله علمي غونډه په کابل کې د «د څېړنو او ګډو همکاریو له لارې د روغتیايي پایلو ښه کول» تر سرلیک لاندې ترسره شوه.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو معین، عبدالولي حقاني، په دې غونډه کې د هېواد د روغتیايي نظام د پراختیا لپاره څېړنې مهمې وبللې او د ټولو هېوادوالو لپاره یې د باکیفیته او عادلانه روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.
ښاغلي حقاني وویل، چې هر روغتیايي کارکوونکی، روغتون او روغتیايي اداره باید کیفیت د خپلو ورځنیو فعالیتونو اساسي برخه وګرځوي، او روغتیايي خدمتونه باید ټولو هېوادوالو ته په عادلانه او باکیفیته توګه وړاندې شي.
د وړاندې شویو شمېرو له مخې، په افغانستان کې د دغه انسټیټوټ له جوړېدو څخه ۲۰ کاله تېرېږي او په دې موده کې څه باندې ۴ زره روغتیايي کارکوونکو ته په بېلابېلو برخو کې زده کړې ورکړل شوي دي. همدارنګه، د دغه انسټیټوټ د تخصص له پروګرام څخه ۹۳ ډاکټران، چې ۱۶ یې ښځینه ډاکټرانې دي، فارغ شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








