TOOSnews
اعلان
د هند د پوځ قومندان پاکستان ته له جغرافیې څخه د حذفېدو ګواښ کړی.
نړۍټوس نیوز

د هند د پوځ قومندان پاکستان ته له جغرافیې څخه د حذفېدو ګواښ کړی.

۲۸ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د هند د پوځ د قومندان هغه خبرداری چې ویلي یې وو پاکستان ښايي «د نړۍ له نقشې حذف شي»، د اسلام‌اباد له سخت غبرګون سره مخ شوی دی. د پاکستان پوځ دغه څرګندونې د «فکري افلاس، لېونتوب او جګړه‌ييز جنون» نښه بللې ده.

په هغه اعلامیه کې چې د یکشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ ویاند خپره کړې، ویل شوي: «د یوه خپلواک او اټومي ګاونډي هېواد د نړۍ له نقشې د ورکولو ګواښ، یو خطرناک او غیرمسوولانه اقدام دی.»

د پاکستان پوځ همداراز ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ هر ډول «جغرافیایي نابودي» به دوه‌اړخیزې پایلې ولري. په اعلامیه کې راغلي: «یو اټومي هېواد باید د بل اټومي هېواد د نابودولو پر ځای زغم او مسوولیت وښيي.»

دا غبرګون وروسته له هغې څرګند شو چې د هند د پوځ لوی درستیز د «سینا سمواد ۲۰۲۶» کلنۍ پوځي ـ ملکي غونډې پر مهال دا خبرې کړې وې. هغه د پاکستان پر ضد د «سندور عملیاتو» د بیا تکرار د احتمال په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې دغه څرګندونې کړې وې.

د هند د پوځ لوی درستیز جنرال اوپېندرا دوېدی ویلي وو: «که پاکستان د ترهګرۍ ملاتړ ته دوام ورکړي او د هند ضد فعالیتونه بند نه کړي، نو باید پرېکړه وکړي چې غواړي د جغرافیې او تاریخ برخه پاتې شي او که نه.»

د پاکستان پوځ په ځواب کې ویلي چې دغه هېواد خپل ځای په سیمه او نړۍ کې ټینګ کړی او د یوه اټومي ځواک په توګه د سوېلي اسیا د جغرافیې او تاریخ نه بېلېدونکې برخه ده.

په اعلامیه کې زیاته شوې: «د هند د پوځ د قومندان څرګندونې ښيي چې د هند مشرتابه، له نږدې اته لسیزو تېرېدو وروسته هم، لا نه دی توانېدلی د پاکستان حقیقت او مفهوم ومني او له تېرو تجربو زده کړه وکړي.»

د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې زیات شو چې د کشمیر په پهلګام سیمه کې وسله‌والو پر سیلانیانو برید وکړ. په دغه برید کې ۲۶ سیلانیان ووژل شول او هند، پاکستان د بریدګرو په ملاتړ تورن کړ.

له دې پېښې وروسته د هند پوځ د پاکستان دننه څو ځایونه په نښه کړل او دغه عملیات یې «سندور» ونومول. نوي دهلي ویلي وو چې د ترهګرو ډلو پټنځایونه یې هدف ګرځولي دي.

وروسته بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د څلورو ورځو لپاره پوځي نښتې روانې وې چې هوايي جګړې او راکټي بریدونه هم پکې شامل وو. دواړو هېوادونو په هغه وخت کې د بریا ادعا کړې وه.

پاکستان ادعا کوي چې د هند له شپږو څخه ډېرې جنګي الوتکې، د رافال الوتکو په ګډون، یې نسکورې کړي دي. په مقابل کې، هند ویلي چې د پاکستان ګڼ شمېر پوځي اډې، تأسیسات او د وسلوالو ډلو پټنځایونه یې په نښه کړي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.