د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د اروپا له کمیسیون څخه غوښتي چې بروکسل ته د طالبانو د پلاوي د بلنې پروګرام لغوه کړي. دغه نړیوال بنسټ ویلي، دا اقدام ښايي هغې ډلې ته مشروعیت ورکړي چې د رسنیو د ځپلو او د بیان ازادۍ د محدودولو په تور،تورنه ده.
ټام ګېبسون د دوشنبې په ورځ، د غويي ۲۹مه، وویل چې طالبانو ته په داسې حال کې ورکول کېږي چې دغه ډله لا هم د رسنیو فعالیتونه محدودوي. نوموړي دا اقدام «د شرم وړ» وباله او زیاته یې کړه چې دا ډول اړیکې کولی شي د یوه نړیوال لوبغاړي په توګه د طالبانو دریځ پیاوړی کړي.
د خبریالانو د ساتنې کمیټې ویلي چې طالبانو افغانستان باندې له بیا واکمنېدو وروسته خپلواکې رسنۍ تړلي، یو شمېر خبریالان یې نیولي او پر کورنیو رسنیو یې پراخ بندیزونه او سانسور لګولی دی.
دغه د رسنیو د ازادۍ ملاتړي سازمان هم ټینګار کړی چې ډېری افغان خبریالان اوس د وېرې او ګواښ په فضا کې فعالیت کوي او د کورنیو رسنیو د محتوا لویه برخه د طالبانو د نظریاتو او تبلیغاتو انعکاس ته ځانګړې شوې ده.
د راپورونو له مخې،د اروپا کمیسیون غواړي د ایستل شویو کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د خبرو لپاره د طالبانو استازي بروکسل ته راوبولي. خو اروپايي کمیسیون ټینګار کړی چې دا اقدام د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو معنا نه لري.
د اروپايي کمیسیون ویاند د سېشنبې په ورځ وویل چې بروکسل کابل ته د غونډې د وخت د ټاکلو لپاره لیک استولی دی. هغه زیاته کړه چې دا اړیکې یوازې په «تخنیکي کچه» ترسره کيږي او د طالبانو لوړ پوړي مشران به په دغه پلاوي کې ګډون ونه لري.
اروپایي اتحادیې تر اوسه د طالبانو اداره په رسمیت نه ده پېژندلې او له دغې ډلې سره یې هر ډول رسمي تعامل د بشري حقونو د نړیوالو معیارونو پر رعایت مشروط کړی دی. خو له دې سره سره، اروپايي هېوادونو د کډوالو موضوع له دې پالیسۍ مستثنی کړې او د بشري حقونو د بنسټونو له اندېښنو سره سره، د ځینو افغان کډوالو د ایستلو بهیر لا دوام لري.
لیکواله:سلیمه آریایي








