د ترکیې د کډوالۍ ادارې اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو ۱۹ زره او ۵۷۴ افغان وګړي د قانوني استوګنې د اسنادو د نهلرلو له امله نیولي دي. د خپرو شویو شمېرو له مخې، افغان وګړي په ترکیه کې د نیول شویو کډوالو تر ټولو لویه ډله جوړوي.
د ترکیې د کډوالۍ ادارې د جمعې په ورځ، د جولای په ۱۰مه، ویلي چې د روان میلادي کال په لومړۍ نیمایي کې په ټولیز ډول نږدې ۷۰ زره بېاسناده کډوال د بېلابېلو هېوادونو څخه په دغه هېواد کې نیول شوي دي.
د دغو شمېرو له مخې، له افغان وګړو وروسته د سوریې، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، مراکش، عراق، مصر، سوډان او یمن اتباع د نیول شویو کډوالو تر ټولو لوړې شمېرې جوړوي.
د ترکیې د کډوالۍ ادارې د نیول شویو کسانو د وضعیت په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، لکه دا چې څومره کسان له هېواده ایستل شوي او یا خوشې شوي دي. دغه ادارې همداراز ویلي چې په همدې موده کې له شپږ زرو څخه ډېر کسان د انسانانو د قاچاق په تور هم نیول شوي دي.
ترکیې په وروستیو کلونو کې د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې خپلې کنټرولي تګلارې سختې کړي دي. د دغه هېواد پولیس او ساحلي ساتونکي په منظم ډول په ښارونو او سرحدي سیمو کې د بېاسناده کډوالو د پېژندنې او نیولو عملیات ترسره کوي؛ هغه بهیر چې افغان وګړي هم پکې لویه برخه جوړوي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، ترکیې د روان میلادي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له ۱۳ زرو څخه ډېر افغان وګړي له هېواده ایستلي دي. خو د ترکیې چارواکو تر اوسه د لومړیو شپږو میاشتو لپاره د کډوالو د ایستلو وروستۍ شمېرې نه دي خپرې کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








