سرچینې وايي، د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۲۴مه) د کابل ښار په ۱۷مه ناحیه کې د دوو ښځو مړي موندل شوي دي.
د سرچینو په وینا، دغه مړي د «مارشال فهیم سړک» لارې ته څېرمه د غره په لمن کې د سیمې د اوسېدونکو له لوري موندل شوي، چې وروسته یې امنیتي بنسټونو ته خبر ورکړل شوی دی.
ویل کېږي چې د موندل شویو کسانو عمرونه ۱۹ او ۳۵ کاله دي. سرچینو د پېښې اړوند انځورونه هم شریک کړي، چې پکې د سپینو ټوټو په وسیله پوښل شوي او وینې پرې لیدل کېږي.
تر اوسه د پېښې کره جزئیات نه دي روښانه شوي او نه هم چارواکو په دې اړه بشپړ رسمي معلومات خپاره کړي دي.
په وروستیو ورځو کې په کابل ښار کې د وژنو، ورکېدو او وسلهوالو غلاوو د پېښو د زیاتوالي راپورونه هم ورکړل شوي، خو دا لړۍ په رسمي ډول نه ده تایید شوې چې ایا دغه پېښه له ورته مواردو سره تړاو لري که نه.
لیکوال:سعید سمیر








