TOOSnews
اعلان
د اروپا پارلمان په هغو هېوادونو کې چې د دې اتحادیې غړيتوب لري د ايران د سفارتونو د تړلو غوښتنه یې وکړه.
نړۍټوس نیوز

د اروپا پارلمان په هغو هېوادونو کې چې د دې اتحادیې غړيتوب لري د ايران د سفارتونو د تړلو غوښتنه یې وکړه.

۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د اروپا پارلمان په یوې نوې پرېکړه‌لیک کې د اروپايي ټولنې له ټولو غړو هېوادونو غوښتي چې د ایران سفارتونه او قونسلګرۍ وتړي.

د اروپايي پارلمان استازو د پنجشنبې په ورځ، د غویي ۳۱مه، دغه پرېکړه‌لیک د ۵۱۶ موافقو، ۱۴ مخالفو او ۳۹ ممتنعو رایو په ترلاسه کولو تصویب کړ.

په دې پرېکړه‌لیک کې، اروپايي پارلمان د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو غوښتي چې د ایران ډیپلوماټیک ماموریتونه وتړي، د اسلامي جمهوریت پر چارواکو بندیزونه پراخ کړي، او د ایران اسلامي جمهوري پر مقاماتو اروپايي ټولنې ته د ننوتلو بندیز ولګوي.

د پرېکړه‌لیک په متن کې راغلي چې د ایران خلک د «دغه هېواد په تاریخ کې د معترضانو له تر ټولو سترې ډله‌ییزې وژنې» سره مخ دي، او د ایران حکومت د اعدام سزا د «سیاسي بسیج د مخنیوي او د مخالفانو د ځپلو لپاره د یوې وسیلې» په توګه کاروي.

اروپايي پارلمان د «اعدام» سزا په کلکه غندلې او په ایران کې یې د هغې د بشپړ لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.

استازو همداراز د ۲۰۲۶ کال د مارچ او اپرېل میاشتو پر مهال د سیاسي مخالفانو پټ اعدامونه، د کم عمره کسانو په ګډون، وغندل او له ایراني چارواکو یې وغوښتل چې ټول سیاسي بندیان ژر تر ژره خوشې کړي.

په دې پرېکړه‌لیک کې، د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو غوښتل شوي چې د ځپنې مسؤلو چارواکو، د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي او د ایران د رهبر اړوندو بنسټونو پر ضد بندیزونه پراخ کړي.

د اروپايي پارلمان استازو همداراز غوښتنه کړې چې د سپاه پاسداران غړي او د ایران حکومت ته وفادارو کورنیو غړي اروپايي ټولنې ته له ننوتلو منع شي او ټول بندیزونه په بشپړ ډول عملي شي.

د دې پرېکړه‌لیک په یوه تر ټولو تنده برخه کې، اروپايي پارلمان د ایران سفارتونه په بهرنیو هېوادونو کې د ایراني معترضانو په ځپلو تورن کړي دي.

استازو د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو غوښتي چې «د ایران هغه ډیپلوماټیک ماموریتونه وتړي چې له فراملي ځپنې سره تړاو لري.»

اروپايي پارلمان ویلي چې د ایران حکومت له لوري د معترضانو ځپل کېدای شي «د بشریت ضد جنایت» وبلل شي.

ایران تر اوسه د اروپايي پارلمان د دې نوي پرېکړه‌لیک په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.