اروپايي اتحادیې د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د غزې تړانګې د بیارغونې د ملاتړ لپاره شاوخوا ۹۰۰ میلیونه یورو، چې نږدې یو میلیارده ډالرو ته رسېږي، ځانګړي کوي. دا مالي مرسته په داسې حال کې اعلان شوې چې د جګړې له امله د دې سیمې ډېره برخه ویجاړه شوې او بشري اړتیاوې لا هم پراخې دي.
د مدیترانې په چارو کې د اروپايي اتحادیې کمېشنرې دوبراوکا شویتسا په بروکسل کې د «فلسطین لپاره د مرستندویانو د ډلې» له غونډې وروسته دا مالي بسته اعلان کړه. په دې غونډه کې د اروپايي اتحادیې د غړو هېوادونو استازو، د منځني ختیځ د ځینو هېوادونو، نړیوالو سازمانونو او مالي بنسټونو استازو د مرستو د همغږۍ او د غزې د بیارغونې د بهیر په اړه خبرې وکړې.
شویتسا د غزې د روان وضعیت په اړه وویل چې اوربند لا هم نازک دی او د ملکي وګړو په وضعیت کې د پام وړ ښه والی نه دی راغلی. هغې زیاته کړه چې دا مرستې به د «باوري شریکانو» له لارې وېشل کېږي، خو د دې پروګرام د عملي کېدو د میکانیزم په اړه یې نور جزییات نه دي وړاندې کړي.
سره له دې چې د دې مالي ژمنې اعلان شوی، لا هم څرګنده نه ده چې په عملي توګه به څومره پیسې برابرې شي او د غزې د بیارغونې بهیر به کله پیل شي. اروپايي چارواکو تر اوسه د دې پروګرام د پلي کېدو لپاره کوم مشخص مهالوېش نه دی اعلان کړی.
د ملګرو ملتونو، نړیوال بانک او اروپايي اتحادیې ګډ اټکل ښيي چې د غزې د بیارغونې لپاره شاوخوا ۷۰ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده. د دوو میلیونو څخه د زیاتو وګړو لرونکې د دې سیمې ډېره برخه د جګړې له امله په بشپړه توګه ویجاړه شوې یا سخته زیانمنه شوې ده.
ملګرو ملتونو ویلي چې په غزه کې له ۶۰ میلیونو ټنو څخه ډېر کثافات او خاورې پاتې دي؛ دا اندازه دومره ده چې نږدې درې زره کانټینري بېړۍ پرې ډکېدای شي. د اټکل له مخې، د دې کثافاتو پاکول به له اوو کلونو څخه ډېر وخت ونیسي، او له هغې وروسته به د ماینونو د پاکولو عملیات هم ترسره شي.
د فلسطین د خودمختاره ادارې لومړي وزیر محمد مصطفی یو ځل بیا د فلسطینیانو لپاره د یوه خپلواک، متحد او د بقا وړ دولت د جوړېدو پر اړتیا ټینګار وکړ؛ هغه موضوع چې د اسرائیلو حکومت ورسره مخالفت کړی دی. د فلسطین خودمختاره اداره غواړي چې د غزې د بیارغونې په بهیر کې رول ولري، په داسې حال کې چې د امریکا د ۲۰ مادو طرحه یوازې په راتلونکي کې د فلسطیني دولت د جوړېدو امکان یادوي.
په همدې وخت کې، د اروپايي اتحادیې د ۲۷ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په بروکسل کې د لویدیځې غاړې د اسرائیلي مېشت ځایونو د اوسېدونکو د زیاتېدونکي تاوتریخوالي او د غبرګون د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې. اروپايي کمېسیون یو شمېر انتخابونه وړاندې کړي، چې پکې د لویدیځې غاړې له اسرائیلي مېشت ځایونو سره د سوداګریزو اړیکو پرې کول هم شامل دي.
د غړو هېوادونو ترمنځ د دې موضوع په اړه بېلابېل نظرونه شته. اېرلنډ او هسپانیې د لا پیاوړو اقداماتو غوښتنه کوي، په داسې حال کې چې جرمني، چک جمهوریت او یو شمېر نور هېوادونه، له اروپايي کمېسیون سره یوځای، د محتاطانه تګلارې او پر اسرائیلو د تدریجي فشار ملاتړ کوي. ځینو غړو هېوادونو بیا له هر ډول بندیزونو سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








