په سویس کې د ایران او امریکا ترمنځ د لوړې کچې خبرو لومړی پړاو پای ته رسېدلی، خو لا څرګنده نه ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به راتلونکی پړاو کله پیل شي. د راپورونو له مخې، ایراني مذاکراتي پلاوي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو او ګواښونو په غبرګون کې خبرې ځنډولې دي.
دغه خبرې د سویس د لوسرن سیمې په بورګنسټوک کې پیل شوې وې او موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچونو کمول او پر مهمو سیاسي او امنیتي موضوعاتو بحث و.
له خبرو سره هم مهاله، ډونالډ ټرمپ په خپلې «تروث سوشیل» ټولنیزې پاڼه کې ایران ته خبرداری ورکړ چې باید په لبنان کې خپلې نیابتي ډلې له پاروونکو فعالیتونو راوګرځوي، کنه له سخت غبرګون سره به مخ شي. نوموړي ټینګار کړی چې که تهران خپل متحد ځواکونه کنټرول نه کړي، امریکا به لا سخت اقدامات ترسره کړي.
د ایران دولتي رسنیو ادعا کړې چې د ټرمپ دغه دریځ د خبرو فضا زیانمنه کړې او له همدې امله یې ایراني پلاوي د اعتراض په توګه مذاکرات وځنډول. تر اوسه د خبرو د بیا پیل لپاره کومه مشخصه نېټه نه ده اعلان شوې.
لیکوال:سعید سمیر








