د آزادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د توغندیز برید خبر ورکړ.
د افغانستان د آزادۍ جبهې د جمعې په ورځ، د زمري په ۱۶مه، اعلان وکړ چې د دې جبهې ځواکونو د پنجشنبې په ماښام د توغندیز برید په ترسره کولو سره د کابل پوځي هوايي ډګر په نښه کړی دی. د دې اعلامیې له خپرېدو مخکې، ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د لږ تر لږه دوو درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
دې جبهې د دغه برید یوه ویډیو خپره کړې او ادعا یې کړې چې عملیات د ماښام شاوخوا ۸:۳۰ بجې ترسره شوي دي. خو تر اوسه د توغندیو د لګېدو د ځای او د دې برید له امله د اوښتو زیانونو په اړه خپلواک معلومات نه دي خپاره شوي.
د آزادۍ جبهې ویلي چې پر کابل هوايي ډګر برید د طالبانو د ترانسپورټي او پوځي انتقالاتو پر تاسیساتو د دې جبهې د هدفي عملیاتو د لړۍ په دوام کې ترسره شوی دی. دې جبهې ادعا کړې چې طالبان په بدخشان ولایت کې د زېباک ولسوالۍ له وروستیو نښتو وروسته، خپل یو شمېر ځواکونه د کابل، کندز، کندهار او بلخ له هوايي ډګرونو څخه بدخشان ته انتقال کړي دي.
دې جبهې همدارنګه ادعا کړې چې د پنجشنبې ماښام په توغندیز برید کې د کابل هوايي ډګر د پوځي تاسیساتو ځینې برخې په نښه شوي او زیان ورته اوښتی دی. د آزادۍ جبهې د طالبانو د یو شمېر ځواکونو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبر هم ورکړی، خو د مرګژوبلې د کره شمېر او اوښتو زیانونو په اړه یې جزئیات نه دي وړاندې کړي.
طالبانو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او د دې برید د احتمالي زیانونو یا مرګژوبلې په اړه هم خپلواک معلومات نه دي خپاره شوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








