هبت الله اخوند زاده، د طالبانو د ډلې مشر، د لوی اختر په پیغام کې د دې ډلې له چارواکو غوښتي چې «پر خلکو ظلم» ونه کړي. هغه همداراز د هغه څه پر ساتلو ټینګار کړی چې دی یې «شرعي نظام» بولي او د ډلې له غړو او پلویانو یې غوښتي چې د هغه د بقا لپاره «قرباني» ورکړي.
په دې پیغام کې چې د یکشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۳مه، د لوی اختر په مناسبت خپور شوی، د طالبانو مشر خپلو «افغان ورونو» ته ویلي چې د دې ډلې واکمني باید دوام وکړي. هغه همدارنګه د هغه څه پر وړاندې چې «دښمنان» یې وبلل، د «ټولیز استقامت» خبره کړې، خو د کوم ځانګړي هېواد یا ډلې نوم یې نه دی اخیستی.
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې افغانستان له پراخ اقتصادي او بشري بحران سره مخ دی. د بېوزلۍ زیاتوالی، بېکاري او د ژوند ستونزې، د ټولنیزو محدودیتونو ترڅنګ، په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې، د هېواد له مهمو اوسنیو ننګونو څخه ګڼل کېږي.
د طالبانو مشر په خپل پیغام کې د ښځو پر زدهکړو او کار د پراخو محدودیتونو هېڅ یادونه نه ده کړې؛ هغه محدودیتونه چې په تېرو نږدې پنځو کلونو کې د طالبانو د حکومت پر ضد د کورنیو او نړیوالو نیوکو له اصلي محورونو څخه ګرځېدلي دي.
هبتالله اخندزاده د خپل پیغام په بله برخه کې، د «شریعت د اصولو» پر بنسټ له نړۍ، په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو سره، د طالبانو د اړیکو د پراخولو پر لېوالتیا ټینګار کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت تر اوسه د روسیې پرته د هېڅ هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.
په همدې حال کې، منتقدین وایي چې دا پیغام د افغانستان روانو بحرانونو ته د پاملرنې پر ځای، د طالبانو د واکمنۍ د جوړښت پر ټینګښت او د اوسنیو سیاستونو پر دوام، پرته له بنسټیز بدلون څخه، ډېر تمرکز لري.
لیکواله:سلیمه آریایي








