د پاکستان پوځ ویلي چې د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په ایالتونو کې د استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې ۱۵ هغه وسلهوال چې دا هېواد یې «ترهګر» بولي، وژل شوي دي.
«ډان»پاکستاني رسنۍ د یکشنبې په ورځ، د جون ۲۸مه، د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر له قوله راپور ورکړی چې دا کسان د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په څو جلا عملیاتو کې په نښه شوي دي.
د راپور له مخې، د پوځ د عامه اړیکو دفتر ویلي چې اته «ترهګر» په بلوچستان کې د دوو جلا عملیاتو په ترڅ کې او اووه نور د خیبر پښتونخوا په بنو سیمه کې وژل شوي دي.
په راپور کې راغلي چې د بلوچستان عملیات د جون په ۲۵ او ۲۶ نېټو او د بنو عملیات تېره جمعه ترسره شوي دي.
دا پېښې په داسې حال کې رامنځته شوي چې تېره شپه د پاکستان د رېنجر ځواکونو یو کمپ د موټر بم په برید کې هدف ګرځول شوی و. د راپورونو له مخې، په دې برید کې لږ تر لږه درې پاکستاني پولیس وژل شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








