ځايي سرچینو او د کندهار یو شمېر اوسېدونکو ویلي، چې په دغه ولایت کې مرموزې وژنې زیاتې شوي او طالبان نږدې هره ورځ په نظامي موټرو کې داسې جسدونه د ښخولو لپاره هدېرو ته لېږدوي، چې هویت او د وژل کېدو لامل یې نه روښانه کېږي.
عیني شاهدان او ځايي سرچینې تاییدوي، چې دوی نږدې هره ورځ په ښار کې د هغو مړو جسدونه ویني چې د طالبانو په نظامي موټرو کې لېږدول کېږي.
د یو شمېر ځايي اوسېدونکو په وینا، د دغو کسانو د وژل کېدو څرنګوالی او هویت نه څرګندېږي او طالبان دا جسدونه د «نامعلومو او بېهویته» مړو په نوم په هدېرو کې خاورو ته سپاري.
له کندهار ښار څخه بېلابېلو سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي: «ځینې جسدونه په رینجر موټرو کې انتقالېږي، ټول ښار یې ویني، خو موږ نه پوهېږو چې دا څوک دی، ولې وژل شوی او له طالبانو پرته بل هېڅ ملکي کس ورسره نه وي.»
په ورته مهال، د کندهار د میرویس روغتون سرچینې وایي، طالبان په هرو دوو یا دریو ورځو کې یو یا دوه جسدونه روغتون ته وړي او د بېهویته مړو په نوم یې د څو ورځو لپاره په سړو خونو کې ساتي.
د سرچینو په وینا، له ساتنې وروسته دغه جسدونه د ښوراندام په هدیره کې خاورو ته سپارل کېږي.
د کندهار ښار یوه اوسېدونکي ویلي، ښايي د مړو پټ ښخولو تر شا ځینې حقایق پټ وي او طالبان نه غواړي خلک ترې خبر شي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په وروستیو ورځو کې په کندهار کې پر ټولنیزو رسنیو د ورکو شویو ځوانانو د اعلانونو پر خپرولو هم بندیز لګولی دی.
تر دې وړاندې هم سرچینو ویلي وو، چې طالبانو د غويي میاشتې پر ۱۵مه نېټه ۶۱ جسدونه د نامعلومو کسانو په نوم په یوه هدیره کې خاورو ته سپارلي وو.
لیکوال:سعید سمیر








