طالبانو د پخواني حکومت د ولسي پاڅون د یوه غړي د نیولو خبر ورکړی، چې د وسلو او پوځي تجهیزاتو د ساتلو په تور په فاریاب ولایت کې نیول شوی دی.
د فاریاب لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ د دوشنبې په ورځ، د غويي ۲۸مه، پر خپلې فېسبوک پاڼې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کس شاهمحمد نومېږي او د پښتونکوټ ولسوالۍ د «بلوچشاهنادر» کلي اوسېدونکی دی.
د خبرپاڼې له مخې، نیول شوی کس د جمهوریت پر مهال په هغه سیمه کې د دوو اربکي پوستو قوماندان و.
طالبانو زیاته کړې چې نوموړی د پنجشنبې ورځې ماښام د دې ډلې د جنګیالیو له خوا نیول شوی دی.
طالبانو ادعا کړې چې له شاهمحمد څخه سپکې او درنې وسلې، پوځي جامې، مخابرې او یو شمېر نور پوځي تجهیزات ترلاسه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له خوا د پخواني حکومت د نظامي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو د نیولو، شکنجې او وژلو ګڼ راپورونه په رسنیو کې خپاره شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








