TOOSnews
اعلان
طالبانو په زابل کې د جمعه خان فاتح، د طالبانو د والي د مرستیال ورور نیولی.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو په زابل کې د جمعه خان فاتح، د طالبانو د والي د مرستیال ورور نیولی.

۲۸ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ځايي سرچينې په بدخشان ولایت کې وايي چې د طالبانو د استخباراتو ځواکونو د موسی کاکه په نوم یو کس، چې د زابل لپاره د طالبانو د والي د مرستیال،جمعه‌خان فاتح ورور دی، د سرو زرو د کانونو د استخراج اړوند اختلافاتو له امله نیولی دی.

د سرچینو په وینا، له دې نیونې وروسته د هغه اړوند کسان د درواز ولسوالۍ په ځینو برخو کې خپاره شوي او په ځینو سیمو کې وضعیت ترینګلی بلل شوی دی. سرچینو زیاته کړې چې په دغه ولایت کې د کړکېچ د پراخېدو اندېښنې زیاتې شوي دي.

همداراز راپورونه ښيي چې د طالبانو ځینې سیمه‌ییز ځواکونه، چې ویل کېږي د زابل لپاره د طالبانو د مرستیال والي له کړۍ سره اړیکې لري، د نُسي او مایمي ولسوالیو کې د تیارسۍ په حالت کې دي. ځايي سرچینې خبرداری ورکوي چې په دغو سیمو کې د طالبانو د بېلابېلو ډلو ترمنځ د نښتو احتمال شته.

د دې بدلونونو ترڅنګ، ځینې سرچینې وایي چې په بدخشان کې د طالبانو یو شمېر سیمه‌ییز وسله‌وال غرنیو سیمو ته شاتګ کری دی چې شمېر یې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ کسانو پورې اټکل شوی دی.

طالبانو تر اوسه د دغو پېښو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د شُکې ولسوالۍ د سرو زرو کانونو پر سر د اختلافاتو د زیاتېدو راپورونه خپاره شوي وو.

د راپورونو له مخې، په بدخشان کې د طالبانو والي اسماعیل غزنوي د کړکېچ د کنټرول لپاره سیمې ته سفر کړی و، خو د هغه هڅو کومه پایله نه ده لرلې. د سیمې اوسېدونکي ادعا کوي چې د جمعه‌خان فاتح اړوند کسانو د سرو زرو لرونکې لانجمنې ځمکې نیولي دي.

ځايي خلک ټینګار کوي چې تر هغو به اوسنی وضعیت ونه مني، څو چې ځمکې خپل پخواني حالت ته بېرته ونه ګرځول شي او د استخراج وسایل له سیمې ونه ایستل شي.

د سیمې د خلکو او د طالبانو د وسله‌والو ترمنځ د سرو زرو د دغو کانونو پر سر په وروستیو نښتو کې ویل کېږي چې دوه کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.