TOOSnews
اعلان
د طالبانو اقتصادي کميسيون د ادارو د مکتوبونو او اسنادو د الکترونيکي مدیریت سیسټم منظور کړ.
افغانستانټوس نیوز

د طالبانو اقتصادي کميسيون د ادارو د مکتوبونو او اسنادو د الکترونيکي مدیریت سیسټم منظور کړ.

۱۰ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو اقتصادي کمېسیون،د ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د اداري مکتوبونو او اسنادو د مدیریت لپاره الکترونيکي سیسټم تایید کړ. هم مهاله د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته لارښوونه شوې ده چې د دې سیسټم د پلي کولو پروسه په تدریجي ډول پیل کړي.

د طالبانو چارواکو هدف له دې طرحې څخه د اسنادو د تبادلې ډیجیټالي کول، د ادارو ترمنځ همغږۍ تقویه کول او د جعل او اداري فساد مخنیوی بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان لا هم د شفافیت او ځواب ویلو په برخه کې د انتقادونو سره مخ دي او تر اوسه پورې د دې سیسټم د فعالیتونو پر آزاد نظارت کوم جزئیات نه دي وړاندې شوي.

همداراز په دې غونډه کې د ۲۲ عام‌المنفعه پروژو راپور وړاندې شوي چې د کانونو د عوایدو په مرسته تمویل کیدونکي دي.

خو تر اوسه پورې د دې پروژو د تطبیق لپاره د وخت او ساحو اړوند جزئیات نه دي خپاره شوي.

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.