د باخبرو سرچینو په وینا، د طالبانو په داخلي استخباراتي راپورونو کې د تخار ولایت د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښودل شوې او د دې ولایت د ځینو برخو د کنټرول د له لاسه وتلو احتمال یاد شوی دی.
سرچینې وایي، دغه اندېښنې په بدخشان کې د نښتو له زیاتېدو او د افغانستان په شمالختیځ کې د طالبانو د مخالفو وسلهوالو ډلو د فعالیتونو له پراخېدو وروسته زیاتې شوي دي.
د راپورونو له مخې، د طالبانو د تخار والي په وروستیو ورځو کې ورسج، فرخار، اشکمش او چال ولسوالیو ته سفرونه کړي، څو د امنیتي وضعیت ارزونه وکړي او د ناامنۍ د پراخېدو په اړه موجودې اندېښنې راکمې کړي.
سرچینې زیاتوي، چې دا سفرونه تر ډېره هغو سیمو ته شوي چې امنیتي حساسیت او د احتمالي مقاومت وړتیا لري.
طالبانو تر اوسه د دغو راپورونو او د تخار د احتمالي سقوط د ادعاوو په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی، خو د امنیتي تحرکاتو زیاتوالی او د طالبانو دننه اندېښنې د شمالختیځ زون د امنیتي وضعیت د حساس کېدو نښې بلل کېږي.
لیکوال:سعید سمیر








