TOOSnews
اعلان
طالبانو نږدې ۲۰۰ بندیان د کندهار له زندان څخه خوشې کړي دي.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو نږدې ۲۰۰ بندیان د کندهار له زندان څخه خوشې کړي دي.

۳ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

طالبانو د کندهار ولایت له مرکزي زندان څخه ۱۹۲ بندیان خوشې کړي او د ۳۸۴ نورو بندیانو په سزا کې یې تخفیف راوستی دی.

د «کندهار مرکزي محبس» (دوشنبې، د وږي ۲مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه بندیان پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت خوشې شوي دي.

د کندهار د مرکزي زندان لپاره د طالبانو رئیس، محبوب‌الله ګرمسیري، په یوه مراسمو کې له خوشې شویو کسانو غوښتي چې له هغو کړنو ډډه وکړي چې د «اسلامي شریعت له اصولو» او «افغان کلتور» سره په ټکر کې وي.

هغه همداراز دغو کسانو ته سپارښتنه کړې چې په زندان کې د ترلاسه کړو زده‌کړو له مخې له ټولنې سره خدمت وکړي.

دا روښانه نه ده چې دغه بندیان په څه ډول او د کومو دلایلو له مخې نیول شوي وو او د طالبانو د محکمو له لوري په څو کلونو یا میاشتو بند محکوم شوي وو.

طالبانو پر افغانستان د خپلې بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت د هېواد د نورو ولایتونو له زندانونو څخه هم یو شمېر بندیان خوشې کړي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.