راپورونه وايي، په کابل کې د افغان کرکټ پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ له مقبرې څخه هغه کوچنی د افغانستان ملي بیرغ لرې کړل شوی، چې د یوې افغانې مېرمنې له خوا هلته ایښودل شوی و.
په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو کاروونکو پوښتنه کړې چې د افغانستان د ملي بیرغ کومه برخه له ملي او اسلامي اصولو سره په ټکر کې ده، او ولې له مقبرې لرې کړل شو.
شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له مخکښو لوبغاړو څخه و او د خپل ورزشي ژوند پر مهال یې د افغانستان د ملي بیرغ تر سیوري لاندې په نړیوالو سیالیو کې د هېواد استازیتوب کړی و.
تر اوسه د ملي بیرغ د لرې کولو په اړه د طالبانو چارواکو رسمي څرګندونې نه دي کړي.
لیکوال:سعید سمیر








