د طالبانو استخباراتو په کابل کې د وزیر اکبر خان په سیمه کې د افغانستان د پخواني پارلمان د بدخشان د استازي، زلمي خان مجددي، کور تصرف کړی دی. باخبره سرچینو ویلي، طالبانو د نوموړي خپلوان له کوره ایستلي او د کور دننه یې څلور وسله وال کسان ځای پر ځای کړي دي.
د سرچینو په وینا، طالبانو د مجددي کورنۍ ته اجازه نه ده ورکړې چې خپل شخصي توکي له کوره وباسي. د طالبانو مامورینو ویلي، هېڅوک حق نه لري چې د زلمي مجددي اړوند مالونه له دغه کوره وباسي.
سرچینې زیاتوي، طالبانو همداراز امر کړی چې د مجددي په ګاونډ کې بل کور، چې د هغه په ملکیت کې و، هم خالي کړل شي.
زلمی خان مجددي، چې د بدخشان د جرم ولسوالۍ له مطرحو سیاسي څېرو څخه ګڼل کېږي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان پرېښی او اوس په بهر کې ژوند کوي. د سرچینو په باور، د هغه د کور نیول په بدخشان کې د وروستیو ناارامیو له رامنځته کېدو وروسته ترسره شوي دي.
تر اوسه طالبانو د دغو ادعاوو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې وړاندې هم په کابل کې د پخوانۍ ولسي جرګې د غړې فوزیې کوفي کور نیولی و او د هغې یو شمېر خپلوان یې هم نیولي وو.
لیکوال:سعید سمیر








