TOOSnews
اعلان
طالبانو په هلمند كې د پاكستان اړوند یوه بې پيلوټه الوتكه نسكوره كړې.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو په هلمند كې د پاكستان اړوند یوه بې پيلوټه الوتكه نسكوره كړې.

۳ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ځايي سرچینې وايي، طالبانو د هلمند په ګرمسیر ولسوالۍ کې د دغه ولایت د اوومې لوا پر سیمه د څارنې پر مهال یوه بې‌پیلوټه کشفي الوتکه نسکوره کړې ده.

د سرچینو په وینا، یاده الوتکه د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د اوومې لوا پر سر د الوتنې پر مهال د طالبانو په ډزو کې رانسکوره شوې ده.

تر اوسه په رسمي ډول نه ده روښانه شوې چې دغه بې‌پیلوټه الوتکه د کوم هېواد اړوند ده، خو طالبانو ته نږدې رسنیو راپور ورکړی چې الوتکه د پاکستان اړوند وه.

دا الوتکه داسې مهال نسکوره شوې چې تېره شپه د کندهار، پکتیا او خوست پر ځینو سیمو د پاکستان د پوځ د هوايي بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، په دغو هوايي بریدونو کې څلور ملکي کسان وژل شوي دي. هغه دغه بریدونه «ښکاره تجاوز» بللي او خبرداری یې ورکړی چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به په «مناسب وخت» کې ځواب ورکړل شي.

مجاهد د پاکستان د دې ادعا په اړه چې ګواکي له افغانستانه پاکستان ته د ډرون الوتکو د اوښتو هڅه شوې، ویلي چې دا ادعاوې د هوايي بریدونو د توجیه لپاره مطرح شوي دي.

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د هلمند په ګرمسیر کې د بې‌پیلوټه الوتکې د نسکورولو په اړه څه نه دي ویلي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.