TOOSnews
اعلان
طالبانو لا هم د حسيب پنجشيري جسد كورنۍ ته نه دى سپارلى.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو لا هم د حسيب پنجشيري جسد كورنۍ ته نه دى سپارلى.

۲ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ملي مقاومت جبهې د وژل شوي قوماندان حسیب پنجشیري جسد لا هم د هغه کورنۍ ته نه دی سپارل شوی.

د حسیب پنجشیري خپلوان وايي، تر دې دمه ورته نه ده معلومه چې د نوموړي جسد چېرته ساتل کېږي او طالبان به یې څه وخت کورنۍ ته وسپاري.

طالبانو هم تر اوسه د حسیب پنجشیري د جسد د سپارلو او یا د هغه د کورنۍ د غوښتنې په اړه کومې رسمي څرګندونې نه دي کړي.

حسیب پنجشیري تېره پنجشنبه د شمالي سالنګ په سیمه کې د طالبانو په یوه کمین کې وژل شوی و.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.