د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان کړی، چې د دوی د مشر په حکم یو شمېر امنیتي او ملکي چارواکي له یو ولایت څخه بل ته لېږدول شوي دي.
د نوموړي په وینا، ملا ولي جان چې تر دې وړاندې د کابل ولایت امنیه قومندان و، اوس د غزني د والي په توګه ټاکل شوی دی. همداراز ملا عبدالصمد چې د غزني والي و، د کابل ولایت د نوي امنیه قومندان په توګه ګومارل شوی دی.
مجاهد زیاتوي، نقیب الله چې د ۲۰۵ البدر قول اردو د رییس ارکان دنده یې ترسره کوله، د هرات ولایت د امنیه قومندان په توګه ټاکل شوی او صبرګل چې د هرات امنیه قومندان و، اوس د ۲۰۵ البدر قول اردو د رییس ارکان په توګه دنده ترسره کوي.
منتقدین وایي، د طالبانو په رهبرۍ کې د چارواکو دوامدارې تبادلې ښيي چې دغه ډله د مسلکي کدرونو پر ځای خپل باوري کسان پر بېلابېلو څوکیو بدلوي.
لیکوال:سعید سمیر








