TOOSnews
اعلان
طالبانو له روسيې د هوايي دفاع پرمختللي وسايل غوښتي.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو له روسيې د هوايي دفاع پرمختللي وسايل غوښتي.

۸ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

بي بي سي د خپلو سرچينو له قوله راپور ورکړی، چې د طالبانو د دفاع وزير ملا محمد يعقوب مجاهد مسکو ته د خپل وروستي سفر پر مهال له روسي چارواکو سره د هوايي دفاع د پرمختللو تجهيزاتو پر ترلاسه کولو خبرې کړې دي.

د راپور له مخې، طالبانو تر دې وړاندې هم له روسيې سره د دفاعي همکاريو په ځانګړي ډول د دفع هوا سيسټمونو په اړه بحثونه کړي وو، خو ويل کېږي چې اوس دغه خبرې د عملي اقداماتو مرحلې ته رسېدلې دي.

سرچينو زياته کړې، چې د دواړو لوريو ترمنځ په دې تړاو يو هوکړه‌ليک هم لاسليک شوی، چې د روسيې د ملي امنيت شورا د سلاکار سرګي شويګو او ملا محمد يعقوب مجاهد په حضور کې نهايي شوی دی.

که څه هم د تجهيزاتو د ډول، شمېر او تخنيکي ځانګړنو په اړه تر اوسه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي، خو راپورونه ښيي چې روسيه به د طالبانو ځواکونو ته پوځي روزنه هم برابره کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.