TOOSnews
اعلان
طالبانو په کندهار کې د ۳ سیمه‌ییزو راډیوګانو خپرونې ودرولې.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو په کندهار کې د ۳ سیمه‌ییزو راډیوګانو خپرونې ودرولې.

۴ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست په کندهار کې اعلان کړی چې د درېیو محلي راډیوګانو خپرونې یې درولي او دفترونه یې تړلي دي.

دغه ریاست یکشنبې، د غبرګولي ۳مه، په یوه خبرپاڼه کې د زیور، تحسین‌القرآن او څانګې راډیوګانو نومونه یاد کړي او ویلي یې دي چې د دغو رسنیو فعالیتونه درول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو راډیوګانو د فعالیت د بندېدو لامل د جواز نشتوالی، د مالیاتو پاتې شوني او غیرمعیاري خپرونې بلل شوي دي.

بل‌خوا، د تړل شوو رسنیو مسوولانو ویلي چې په افغانستان کې د رسنیو اقتصادي وضعیت سخت شوی او دوی د مالي ستونزو له امله د طالبانو له‌خوا ټاکل شوي لګښتونه نه شي پوره کولای.

د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست په کندهار کې یو شمېر نورو محلي راډیوګانو ته هم سپارښتنه کړې چې خپلې خپرونې “له قانون، اسلامي ارزښتونو او اخلاقي اصولو سره سمې” تنظیمې کړي.

طالبانو په افغانستان کې بیا واک ته له رسېدو وروسته د رسنیو او خبریالانو پر فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګولي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي چې طالبان د محدودوونکو مقرراتو په تصویب سره د رسنیز کار پر ټولو برخو، د موضوع او مېلمنو له ټاکنې نیولې د محتوا تر تولید او خپرولو پورې، مستقیمه څارنه کوي او د رسنیو محتوا کنټرولوي.

د دغه بنسټ په وینا، د طالبانو له‌خوا ټاکل شویو محدودیتونو څخه سرغړونه د خبریالانو او رسنیو لپاره پایلې لرلی شي.

طالبانو تېره اوونۍ په بامیان ولایت کې یوه بله محلي رسنۍ، «راډیو بامیان» هم وتړله، خو تر اوسه یې د دې اقدام د دلیل په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.