طالبانو نن په کابل کې د طلوع نیوز دوه نیول شوي خبریالان، عمران دانش او منصور نیازی، محاکمه کړي دي.
سرچینې وایي، تر اوسه څرګنده نه ده چې یاد خبریالان د کومې قضیې په تړاو محکمې ته وړاندې شوي وو او د طالبانو محکمې د هغوی په اړه څه پرېکړه کړې ده.
تر دې وړاندې هم طالبانو د یو شمېر رسنیو نیول شویو خبریالانو ته د اوږدمهالو بند سزاوې اورولې دي، چې د رسنیو او بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو له غبرګونونو سره مخ شوي دي.
د خبریالانو د ملاتړ بېلابېلو سازمانونو له طالبانو غوښتي چې ټول زنداني افغان خبریالان ژر تر ژره خوشې کړي، خو د دغو غوښتنو سربېره تر اوسه د طالبانو له لوري کوم مثبت اقدام نه دی لیدل شوی.
لیکوال:سعید سمیر








