د پاکستان د رسنیو د محتوا د څار ادارې ویلي، چې «جیو نیوز» ټلوېزیون د جون په ۲۶مه د محرم په مناسبت په یوه خپرونه کې داسې مذهبي انځوریز مواد خپاره کړي، چې د ادارې په وینا د خلکو مذهبي احساسات یې زیانمنولای او مذهبي یووالی یې کمزوری کولای شو. د همدې له امله یاد ټلوېزیون د ۱۵ ورځو لپاره تړل شوی دی.
«جیو نیوز» له دې پېښې وروسته بښنه غوښتې او د یکشنبې په ورځ یې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې یاد مواد په تېروتنه خپاره شوي او د ټلوېزیون د تحریري تګلارې یا رسمي دریځ استازیتوب نه کوي.
د ټلوېزیون په خبرپاڼه کې راغلي، خپاره شوي انځورونه په عراق او د منځني ختیځ په ځینو سیمو کې د ځینو خلکو مذهبي مراسم ښيي او موخه یې یوازې د سیمهییزو دودونو معرفي کول وو، نه د کوم ځانګړي مذهبي نظر ملاتړ.
پاکستان له اوږدې مودې راهیسې د رسنیو د ازادۍ په برخه کې له نیوکو سره مخ دی او ټلوېزیوني شبکې وخت ناوخت له مقرراتي اقداماتو، د خپرونو له ځنډ او د خپراوي له محدودیتونو سره مخ کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د بېپولې خبریالانو سازمان پاکستان د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د ازادۍ په نړیوال شاخص کې د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې په ۱۵۳م ځای کې ارزولی دی.
لیکوال:سعید سمیر








