ریچارډ لېنډسي د طالبانو له خوا د «د مېړه او مېرمنې د بېلتون اصولنامې» د تصویب او توشیح په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د هغې د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.
د بریټانیې ځانګړي استازي په اېکس ټولنیزه شبکه کې په خپاره شوي پیغام کې دغه اصولنامه د طالبانو له «ظالمانه اقداماتو» څخه یو بل اقدام بللی او ټینګار یې کړی چې د افغانستان ښځې او نجونې د ژوند په ټولو برخو کې د برابرۍ مستحقې دي.
«د مېړه او مېرمنې د بېلتون اصولنامه» چې د هبتالله اخوندزاده له خوا تصویب او توشیح شوې، تازه د طالبانو د عدلیې وزارت له خوا خپره شوې ده.
د راپورونو له مخې، په دې اصولنامه کې «د ماشومانو ودونه» په ضمني ډول منل شوي او د طلاق د حق په موضوع کې د ښځو او نارینهوو ترمنځ توپیر او تبعیض په پام کې نیول شوی دی.
تر دې مخکې د بریټانیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، چې د منځني ختیځ او شمالي افریقا چارو مسؤلیت لري، ویلي وو چې د دې اصولنامې له تصویب څخه، چې د هغه په وینا د ماشومانو د ودونو زمینه برابروي، «سخت وېرېدلی» دی.
د دې اصولنامې خپرېدو پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي دي. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې هم ویلي چې دغه اصولنامه د افغانستان د ښځو او نجونو حقونه، ازادۍ او امنیت لا ډېر کمزوري کوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








