د افغانستان لپاره د بریټانیې ځانګړي استازي، ریچارد لیندسي ویلي چې کابل ته د خپل سفر پر مهال یې د طالبانو د اقتصاد له وزیر دینمحمد حنیف سره لیدلي او خبرې یې کړي دي.
د بریټانیې ځانګړي استازي په اېکس کې لیکلي چې په دې لیدنه کې یې د “لوستې ټولنې اهمیت او د افغان ښځو د فعال ګډون له امله رامنځته کېدونکو اقتصادي فرصتونو” باندې ټینګار کړی دی.
طالبانو پر افغانستان د بیا واکمنېدو راهیسې د ښځو پر زدهکړو او کار بندیزونه لګولي دي.
د کورنیو او نړیوالو نادولتي مؤسسو کې د ښځو د کار د منع کولو حکم د طالبانو د اقتصاد وزارت لهخوا صادر شوی و.
طالبانو ان د ملګرو ملتونو په دفترونو کې هم د افغان ښځو کار منع کړی، او سره له دې چې څو ځله ترې غوښتنه شوې، لا هم دغه بندیز نه دی لرې شوی.
لیکواله:سلیمه حکیمي








