بریټانیا اعلان کړی چې د افغانستان د بشري ناورین د کمولو لپاره به په راتلونکو درېیو کلونو کې هر کال ۱۰۵ میلیونه پونډه ځانګړې کړي. د دغه هېواد حکومت ویلي، مرستې به د باوري شریکانو له لارې تر ټولو زیانمنو افغانانو، په ځانګړي ډول ښځو او نجونو، ته ورسول شي.
د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي د پنجشنبې په ورځ په اېکس کې لیکلي، برېټانیا له افغانانو سره خپلې دوامدارې ژمنې ته دوام ورکوي او د ژوند ژغورنې مرستې به د خپلو شریکانو له لارې وړاندې کوي.
د بریټانیا د پارلمان د راپور له مخې، افغانستان به د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۹ کلونو ترمنځ د بریټانیا د رسمي پراختیايي مرستو له سترو پروګرامونو څخه پاتې شي. راپور زیاتوي چې د طالبانو له واکمنېدو نږدې پنځه کاله وروسته هم د افغانستان بشري وضعیت خورا خراب دی او شاوخوا ۲۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې له ډلې یې ۱۷.۴ میلیونه د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي.
برېټانیا ویلي، نوې مرستې به د روغتیا، تغذیې، اساسي زدهکړو، د زیانمنو کسانو د ساتنې، د معیشت پیاوړتیا او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت د لوړولو لپاره ولګول شي. حکومت ټینګار کړی چې لږ تر لږه د دغو مرستو نیمايي ګټهاخیستونکي به ښځې او نجونې وي.
په راپور کې د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو د زدهکړو، کار او ټولنیز ګډون محدودیتونه د افغانستان د بشري حقونو او اوږدمهاله پرمختګ پر وړاندې جدي خنډ بلل شوي دي.
د برېټانیا حکومت همداراز ویلي چې له افغان خلکو سره به خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي، د ښځو او نجونو له حقونو به ملاتړ وکړي او د افغانستان د اوږدمهاله ثبات او مقاومت د پیاوړتیا لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
لیکوال:سعید سمیر








