ملګرو ملتونو ویلي، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې نږدې شپږ میلیونه افغانان افغانستان ته راستانه شوي دي او تمه کېږي چې د ۲۰۲۶ کال تر پایه پورې به درې میلیونه نور افغانان هم بېرته هېواد ته ستانه شي.
د ملګرو ملتونو د پلان له مخې، ټاکل شوې چې د ۲۰۲۶ کال د اپریل څخه تر دسمبر میاشتې پورې شاوخوا ۱.۷ میلیونه افغانان له ایران او ۱.۱ میلیونه نور له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر راهیسې ټولټال نږدې ۵.۹ میلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي، چې له امله یې د افغانستان پر اقتصادي او ټولنیزو جوړښتونو بېساری فشار رامنځته شوی دی.
ملګري ملتونه وايي، د راستنېدونکو له نیمایي څخه زیات ښځې او ماشومان دي، چې ډېری یې له افغانستان څخه بهر لوی شوي دي.
یاد سازمان زیاته کړې، چې په لومړي پړاو کې یې د سرحدي سیمو په اوږدو کې د بېړنیو مرستو لپاره شاوخوا ۱۰۰.۷ میلیونه ډالر ځانګړي کړي، څو روغتیايي خدمتونه، تغذیه، ټولنیز ملاتړ، د اوبو او حفظ الصحې اسانتیاوې او نغدي مرستې برابرې شي.
همداراز په دوهم پړاو کې د راستنېدونکو د بیا مېشتېدو لپاره په ۳۵ لومړیتوب لرونکو برخو کې له ۴۲۸ میلیونه ډالرو زیاتې مرستې ځانګړې شوي دي.
د ملګرو ملتونو په وینا، په دې پروګرامونو کې د کارموندنې فرصتونه، زده کړو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی، د استوګنې برابرول او په کوربه ټولنو کې د راستنېدونکو د ادغام پیاوړتیا شامل دي.
بلخوا، څارونکو ادارو خبرداری ورکړی، چې د کافي مالي ملاتړ نشتوالی ښايي د دغو پروژو پلي کېدل له جدي ستونزو سره مخ کړي.
لیکوال:سعید سمیر








