TOOSnews
اعلان
امريكا كې د افغان متحدينو د ساتنې لپاره دوه مهم قانوني ګامونه اخيستل شوي.
نړۍټوس نیوز

امريكا كې د افغان متحدينو د ساتنې لپاره دوه مهم قانوني ګامونه اخيستل شوي.

۲۱ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

افغان ایواک وايي، د کابل له سقوط څخه پنځه کاله وروسته، په امریکا کې د افغان متحدینو د ساتنې لپاره تېره اوونۍ دوه مهم قانوني پرمختګونه شوي دي.

د دغه بنسټ په وینا، د افغانستان د لنډمهاله خوندي وضعیت قانون لپاره د امریکا په مشرانو جرګه کې موازي طرحه وړاندې شوې او ورسره هم مهاله د افغان متحدینو د اسنادو او خدمتونو د ساتنې لپاره نوی دوه‌ګونديز قانون هم معرفي شوی دی.

افغان ایواک وايي، د اګست په ۶مه د افغانستان د لنډمهاله خوندي وضعیت قانون د استازو جرګې له طرحې سره موازي طرحه په مشرانو جرګه کې وړاندې شوه. د دغه قانون له مخې به په امریکا کې مېشت افغانانو ته د لنډمهاله خوندي وضعیت زمینه برابره شي.

د اګست په ۷مه څلورو سناتورانو، مایک راونډز، امي کلبوچر، کریس کونز او تام ټیلیس، د «افغان متحدینو د اسنادو او خدمتونو د میراث ساتنې قانون» په نوم نوې طرحه وړاندې کړه.

د افغان ایواک په وینا، دواړه طرحې د جمهوري غوښتونکو او دیموکراټانو ګډ ملاتړ لري او هدف یې دا دی چې د افغان متحدینو د ساتنې او له امریکايي ځواکونو سره د هغوی د خدمتونو د اسنادو لپاره یو دایمي قانوني بنسټ رامنځته شي.

د نوي قانون له مخې، د امریکا دفاع وزارت به اړ وي چې له امریکايي ځواکونو سره د کار کوونکو او له خطر سره مخ افغان متحدینو د خدمت اسناد او بایومتریک معلومات تایید او خوندي کړي. دغه طرحه د یوه خوندي برېښنايي سیستم د جوړولو وړاندیز هم کوي، څو افغان متحدین یا د هغوی استازي وکولای شي له هر ځایه، حتی د افغانستان له دننه، د خپلو خدمتونو د ثبت او اسنادو د خوندي کولو غوښتنه وکړي.

افغان ایواک وايي، دغه طرحه په ځانګړې توګه د افغان ځانګړو ځواکونو، پیلوټانو، استخباراتي چارواکو، قاضیانو، څارنوالانو او دفاعي چارواکو لپاره اهمیت لري؛ هغه کسان چې د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر له ۲۲مې څخه د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې یې لږ تر لږه یو کال له امریکايي ځواکونو سره خدمت کړی وي.

بل لور ته، د افغانستان د لنډمهاله خوندي وضعیت قانون له مخې به افغانستان د ۲۰۲۹ کال د جولای تر لومړۍ نېټې پورې د لنډمهاله خوندي وضعیت لپاره وټاکل شي. افغان ایواک وايي، د دې وضعیت په صورت کې به په امریکا کې مېشت افغانان افغانستان ته له شړلو څخه خوندي شي او د قانوني کار اجازه ترلاسه کولی شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.