TOOSnews
اعلان
د طالبانو درې کسیز پلاوي د پستي کانګرس په غونډه کې د ګډون لپاره تایلنډ ته سفر وکړ.
افغانستانټوس نیوز

د طالبانو درې کسیز پلاوي د پستي کانګرس په غونډه کې د ګډون لپاره تایلنډ ته سفر وکړ.

۹ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د دولتي شرکتونو عمومي ریاست اعلان کړی چې د افغان پست د اجرائیوي رئیس، رحمت‌الله مکي، په مشرۍ درې کسیز پلاوی د تایلنډ پلازمېنې بانکوک ته تللی، څو د آسیا د پوستي کانګرس په څوارلسمه غونډه کې ګډون وکړي.

دغه ریاست د شنبې په ورځ، د وږي په اوومه، اعلان وکړ چې د اسیا څوارلسم پوستي کانګرس د آسیا د پوستي اتحادیې د ۳۲ غړو هېوادونو د پوستي ادارو د استازو او د یو شمېر نړیوالو بنسټونو په ګډون په بانکوک کې جوړېږي.

د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې به د پوستي خدمتونو د پراختیا او معیاري کولو، د نړیوالو همکاریو د پراخولو، په پوستي او ګمرکي چارو کې د همغږۍ او د پوستي خدمتونو د کیفیت د لوړولو په اړه بحث او خبرې وشي.

د طالبانو د دولتي شرکتونو عمومي ریاست زیاته کړې چې د افغان پست پلاوی به د غونډې په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره د پوستي همکاریو د پراختیا او په دې برخه کې د ګډو فرصتونو په اړه خبرې وکړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.