په کابل کې د یوې کورنۍ ترمنځ رامنځته شوې شخړه په خونړۍ پېښه اوښتې چې له امله یې درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د سیمې د اوسېدونکو د معلوماتو له مخې، لانجه د ماشومانو ترمنځ له لفظي شخړې پیل شوې وه، خو وروسته د کورنۍ د غړو ترمنځ پراخه شوې ده. ویل کېږي چې د تره زامنو ترمنځ له شخړې وروسته یو کس وسله را اخیستې او پر خپلو خپلوانو یې ډزې کړې دي.
سرچینې وایي، په دې برید کې د بریدګر تره او د هغه دوه زامن وژل شوي دي. همداراز د کورنۍ څلور نور غړي هم ټپیان شوي چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
ځايي اوسېدونکي دغه پېښه خواشینوونکې بولي او وایي چې ټپیان د سختو ټپونو له امله تر طبي څارنې لاندې دي.
د کابل امنیتي چارواکو تر اوسه د دې پېښې په تړاو رسمي څرګندونې نه دي کړي او نه هم د شکمن بریدګر د نیول کېدو یا د پېښې د څېړنو په اړه معلومات خپاره شوي دي.
لیکوال:سعید سمیر








