د امریکا د کالیفورنیا ایالټ د سانډیاګو ښار پولیسو اعلان کړی چې د یوه اسلامي مرکز دننه د دوو وسلهوالو کسانو د ډزو له امله لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د پولیسو د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دغه پېښه د دوشنبې په ورځ، د غویي په ۲۸مه نېټه چې د مې له ۱۸مې سره برابره ده، د سانډیاګو په «اسلامي مرکز» کې رامنځته شوې ده.
د راپورونو له مخې، دغه اسلامي مرکز یو جومات او دیني مدرسه هم لرله، او د برید پر مهال یو شمېر ماشومان هلته په زدهکړو بوخت وو.
د امنیتي چارواکو په وینا، دوه بریدګر د نیمهاتومات وسلو په کارولو مرکز ته ننوتلي او ډزې یې پیل کړې. د دې برید په پایله کې درې کسان، چې د جومات ساتونکی هم پکې شامل و، وژل شوي دي.
د سانډیاګو د پولیسو مشر، سکاټ وال، ویلي چې د ډزو له پای ته رسېدو لږ وروسته امنیتي ځواکونو د پېښې ځای ته نږدې په یوه موټر کې د دوو تنکیو ځوانانو مړي وموندل.
هغه زیاته کړې چې په دې پېښه کې شاوخوا ۳۰ مرمۍ ویشتل شوې دي او لومړنۍ څېړنې ښيي چې شکمنو کسانو له برید وروسته د وروستیو مرمیو په کارولو ځان وژنه کړې ده.
د سانډیاګو د پولیسو مشر ټینګار کړی چې دا قضیه د کورنۍ ترهګرۍ د احتمالي عمل په توګه تر څېړنې لاندې ده.
د هغه په وینا، یوه شکمن له خپل کور څخه وسله اخیستې وه او له خپل ملګري سره وتلی و، په داسې حال کې چې مور یې فکر کاوه هغه غواړي ځان وژنه وکړي.
د پولیسو چارواکو همداراز ویلي چې د یوه شکمن له نزدې یو یادښت ترلاسه شوی چې ښيي هغه د مسلمانانو ضد نظریات لرل.
ډوانلد ټرامپ، د امریکا ولسمشر، د دې پېښې په غبرګون کې دا یوه «وېروونکې پېښه» بللې او ویلي یې دي چې حکومت به یې د دې برید جزئیات په جدي توګه تعقیب کړي.
زهران ممداني، د نیویارک مسلمان ښاروال، هم دا پېښه په امریکا کې د مسلمانانو پر ضد د کرکې د زیاتېدو پایله بللې ده.
هغه په خپاره کړي پیغام کې ټینګار کړی چې مسلمانان باید د خپل دیني هویت له امله د وېرې او ناامنۍ احساس ونه کړي.
په تېر یوه کال کې، د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې څو جوماتونه او اسلامي مرکزونه د بریدونو، ګواښونو او ویجاړۍ هدف ګرځېدلي دي. د سانډیاګو پر خونړي برید سربېره، په نیوجرسي، ټکساس، مینیسوټا او کالیفورنیا ایالتونو کې هم د جوماتونو د سوځولو، ویحاړېدو، ګواښوونکو پیغامونو او د مسلمانانو پر ضد د لفظي بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








