TOOSnews
اعلان
نن د مولانا خانزېب د وژل كېدو لومړى تلين دى.
نړۍټوس نیوز

نن د مولانا خانزېب د وژل كېدو لومړى تلين دى.

۱۹ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

نن، د جولای ۱۰مه، د پښتون دیني عالم، ملتپال سیاستوال او د سولې د غږ مخکښ مولانا خانزېب د وژل کېدو له لومړي تلین سره برابره ده. نوموړی تېر کال په همدې ورځ د خیبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ د خار په سیمه کې په یوه وسله‌وال برید کې ووژل شو.

د هغه د لومړي تلین په مناسبت ګڼو فعالانو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د جولای میاشت د مولانا خانزېب په نوم یاده کړې او د هغه مبارزې، افکارو او د سولې پیغام ته یې درناوی څرګند کړی دی.

مولانا خانزېب د جګړې، افراطیت او تاوتریخوالي پر ضد د خپل څرګند دریځ، د ولسواکۍ د ملاتړ او د سوله‌ییز ژوند د غوښتنې له امله د خلکو په منځ کې ځانګړی ځای درلود.

سره له دې چې د هغه له وژل کېدو یو کال تېر شوی، خو د پاکستان حکومت تر اوسه د دې پېښې او د نورو پښتنو دیني عالمانو او مخورو شخصیتونو د وژنو په تړاو د شکمنو کسانو د نیولو، محاکمې یا د رسمي څېړنو د پایلو په اړه کوم معلومات نه دي خپاره کړي.

په همدې حال کې، یو شمېر پښتانه او سیاسي شنونکي په پښتونخوا کې روانه ناامني او د مخورو شخصیتونو هدفي وژنې له استخباراتي کړیو او نیابتي وسله‌والو ډلو سره تړي، خو د دغو ادعاوو په اړه د پاکستان حکومت رسمي غبرګون نه دی ورکړی.

بل لور ته، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د مولانا خانزېب د تلین په مناسبت ویلي، چې د هغه شهادت د سولې او امن د مبارزې لپاره ستره ضایعه وه او د هغه فکر او مبارزه به ژوندۍ پاتې وي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.