په سمنگان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د سمنګان ولایت د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند، حشمتالله رحماني، ویلي چې دا پېښه(یکشنبې سهار، د وَږي لومړۍ) د صیاد ګولایي په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا، یوه کرولا موټر چې له سمنګان څخه د بلخ پر لور روان و، له سړک څخه اوښتی دی.
رحماني ویلي چې د پېښې ټپیان د درملنې لپاره د خلم ولسوالۍ روغتون ته انتقال شوي دي.
د پېښې لامل تېز موټر چلول او د ترافیکي قوانینو نه مراعاتول بلل شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








