TOOSnews
اعلان
ټرمپ:د بریدونو دوام به د اسلامي جمهوریت د پای لامل شي.
نړۍټوس نیوز

ټرمپ:د بریدونو دوام به د اسلامي جمهوریت د پای لامل شي.

۸ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په داسې حال کې چې تمه کېده د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند تړون به نښتې پای ته ورسوي، د دواړو هېوادونو متقابل بریدونه د درېیمې پرله‌پسې شپې لپاره هم دوام وموند او د فارس خلیج او د هرمز تنګی یو ځل بیا د کړکېچ مرکز ګرځېدلي دي.

د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو د یکشنبې په سهار، د چنګاښ ۷مه، په یوه بیان کې وویل چې د امریکا له خوا د «اوربند د نقض» په ځواب کې یې اته پوځي اهداف، چې پکې په کوېټ کې د «علي السالم» پوځي اډه او په بحرین کې د امریکا د پنځمې سمندري بېړۍ اړوند تاسیسات شامل دي، په توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو هدف ګرځولي دي.

په ورته وخت کې د کوېټ او بحرین رسنیو راپور ورکړی چې د دواړو هېوادونو د هوايي دفاع سیستمونه فعال شوي څو د ایران له لوري توغول شوي بریدونه شنډ کړي.

له بلې خوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د امریکا پوځ د ایران د توغندیو زېرمتونونه، د بې‌پیلوټه الوتکو مرکزونه او سمندري راداري سیستمونه د هوايي بریدونو هدف ګرځولي دي. هغه دا عملیات د ایران د وروستیو بریدونو او د اوربند د نقض په ځواب کې بللي دي.

ټرمپ همدارنګه خبرداری ورکړی چې که تهران خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، واشنګټن به خپل پوځي عملیات نور هم پراخ کړي. هغه وویل: «که دا لړۍ دوام وکړي، اسلامي جمهوریت به نور شتون ونه لري.»

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ(سنټکام) هم تایید کړې چې د شنبې ورځې بریدونه د دغه هېواد د ولسمشر په مستقیم امر ترسره شوي دي.

سنټکام ویلي چې دا عملیات وروسته له هغې ترسره شول چې ایراني ځواکونو د هرمز تنګي ته نږدې د پاناما بیرغ لرونکې د «کیکو» په نوم یوې تېل وړونکې بېړۍ پر لور یو ځانمرګی ډرون توغولی و. د دې ادارې په وینا، دې بېړۍ له ۲ میلیونو څخه زیات بیرله خام تېل لېږدول.

په ورته وخت کې، د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو د تړون د پلي کېدو په اړه د دواړو خواوو اختلافات هم دوام لري. ایران ادعا کوي چې د دغه تړون له مخې د دې اوبو د تېرېدو د مدیریت مسؤلیت تهران ته سپارل شوی او بېړۍ باید له تېرېدو مخکې له ایراني ځواکونو سره همغږي وکړي.

خو امریکا ټینګار کوي چې دغه تړون د هرمز تنګي د سمندري تګ راتګ د بشپړې ازادۍ پر اصل ولاړ دی او هېڅ هېواد حق نه لري چې د تجارتي بېړیو د تېرېدو مخه ونیسي.

د دوامداره متقابلو بریدونو او زیاتېدونکو لفظي ګواښونو له امله، د شخړې د پراخېدو او د هغې د سیمه‌ییز امنیت او نړیوالې سوداګرۍ پر اغېزو اندېښنې لا زیاتې شوي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.