TOOSnews
اعلان
ټرمپ د امریکا او چین د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
نړۍټوس نیوز

ټرمپ د امریکا او چین د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

۲۵ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل سفر چین ته هیله څرګنده کړې چې د امریکا او چین اړیکې به لوړې کچې ته ورسېږي.

فاکس نیوز د پنجشنبې په ورځ، د مې ۱۴مه، راپور ورکړی چې ټرمپ د چین ولسمشر شي جین‌پینګ سره وکتل.

د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر شي جین‌پینګ «لوی مشر» بللی او ویلي یې دي چې ویاړي چې د هغه ملګری دی.

ټرمپ ویلي: «ویاړ دی چې ستاسو سره یم، ویاړ دی چې ستاسو ملګری یم، او د چین او امریکا اړیکې به له هر وخت نه غوره وي.»

راپورونه ښيي چې په دې لیدنه کې د سوداګریزو تعرفو، د هرمز خلیج بحران، او د امریکا او ایران ترمنځ جګړې په اړه خبرې شوې دي.

وړاندې له دې، امریکایي چارواکو ویلي و چې چین کولی شي په هرمز خلیج کې د بحران د حلولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

لیکواله:سلیمه حکیمي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.