د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروسته له هغې چې د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جوړ شوی یو انځور یې خپور کړ چې پکې له ډالي پارټن، مشهورې سندرغاړې او د امریکايي موسیقۍ له افسانوي څېرو څخه یوې، سره یوځای ښکاري، د دې هنرمندې د یو شمېر مینهوالو له غبرګونونو او نیوکو سره مخ شوی دی.
ټرمپ دغه انځور په «ټروت سوشل» ټولنیزه شبکه کې خپور کړی دی. په انځور کې ټرمپ او ډالي پارټن د سپینې ماڼۍ په محوطه کې څنګ په څنګ لیدل کېږي.
دغه انځور واقعي نه دی او د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو سره جوړ شوی دی.
په ټولنیزو شبکو کې د دغه انځور خپرېدو د یو شمېر کاروونکو او د ډالي پارټن د مینهوالو منفي غبرګونونه راپارولي دي. ځینو نیوکه کوونکو ټرمپ د دې هنرمندې د څېرې د داسې محتوا په جوړولو کې د کارولو له امله غندلی دی.
د ټرمپ دغه اقدام په داسې حال کې له غبرګونونو سره مخ شوی چې ډالي پارټن په دې وروستیو کې وفات شوې او د هغې د جنازې مراسم هم په خصوصي توګه ترسره شوي دي.
د مشهورو څېرو، په ځانګړي ډول له مړینې وروسته، د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د هغوی د څېرو انځورونو او محتوا خپرول په وروستیو کلونو کې په ټولنیزو شبکو کې پر یوه جنجالي موضوع بدل شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








