د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې ډېر ژر به د هرمز تنګی د امریکا د خاورې برخه اعلان کړي.
ټرمپ د جمعې په ورځ د نیویارک په ناساو کاونټي کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل: «په نږدې وخت کې به د هرمز تنګی د امریکا خاوره اعلان کړم.»
نوموړي د تېلو د بیو د احتمالي لوړېدو په اړه هم وویل، که امریکایان د تېلو لپاره ډېرې پیسې ورکړي، دی به بښنه ونه غواړي. ټرمپ زیاته کړه چې د ده په باور، ایران د اټومي وسلو د لرلو وړ نه دی.
ټرمپ په خپلو خبرو کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې دوه نیم کاله وروسته به بل کس وټاکل شي، خو خلکو ته یې سپارښتنه وکړه چې په یاد ولري چې «ټرمپ هغه څوک دی چې دا کار یې وکړ».
په ورته مهال، د ایران د پارلمان د شوراګانو کمېسیون ویاند وليالله بیاتي د هرمز تنګي او د ایران د جنوبي بندرونو د سمندري محاصرې په اړه د امریکايي چارواکو څرګندونې رد کړي دي.
بیاتي ویلي، د امریکايي چارواکو «تشې خبرې» په دې وروستیو کې پر ورځني کار بدلې شوي دي. هغه پوښتنه کړې چې څنګه کېدای شي یو هېواد چې په شمال او جنوب کې زرګونه کیلومتره پوله او ساحلي کرښه لري، محاصره شي.
د ایران د پارلمان دغه چارواکي زیاته کړې چې تهران په وروستیو میاشتو کې د امریکا د هر ډول «دښمنانه اقدام» پر وړاندې د ځواب ورکولو توان ثابت کړی دی.
هغه خبرداری ورکړی چې د ایران زغم محدود دی او د ده په وینا، د ایران ملت به اجازه ورنه کړي چې د ټرمپ «خیالپلاوونې» په واقعیت بدلې شي او د امریکا د اقداماتو پر وړاندې به «مناسب او غاښ ماتونکی ځواب» ورکړي.
لیکوال:سعید سمیر








