TOOSnews
اعلان
ټرمپ: که زما د ترور هڅه وشي، د امریکا زر توغندي پر ایران د توغولو لپاره چمتو دي.
نړۍټوس نیوز

ټرمپ: که زما د ترور هڅه وشي، د امریکا زر توغندي پر ایران د توغولو لپاره چمتو دي.

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې که د ایران حکومت د هغه د ترور یا پر ده د اقدام کولو ګواښ عملي کړي، نو د امریکا زر توغندي له مخکې هدف ټاکل شوي او د ایران پر لور د توغولو لپاره چمتو دي. هغه زیاته کړه چې که دا ډول اقدام وشي، نو د دغو توغندیو له توغولو وروسته به زرګونه نور توغندي هم سمدستي د ټاکل شویو هدفونو پر لور وتوغول شي.

ټرمپ همداراز وویل چې اړوندې لارښوونې له مخکې صادرې شوي دي او د امریکا پوځ د یوه کال لپاره، چې د اړتیا په صورت کې د غځولو وړ دی، په بشپړ چمتووالي کې دی. د هغه په وینا، امریکايي ځواکونه «چمتو، لېوال او توانمند» دي چې که اړتیا پېښه شي، د ایران پر ضد د پراخو عملیاتو د ترسره کولو توان ولري.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو ورځو کې یو شمېر امریکايي او اسرائیلي چارواکو داسې راپورونه خپاره کړي چې ګواکي د ایران اسلامي جمهوریت د امریکا د ولسمشر د ترور لپاره نوی پلان لري. د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې هم راپور ورکړی چې اسرائیل له امریکا سره نوي معلومات شریک کړي چې د دې ورځپاڼې په وینا، د ایران د تازه پلان جوړونې ښکارندویي کوي چې هدف یې د ټرمپ په نښه کول دي. دا راپورونه د دواړو لورو ترمنځ د پوځي تاوتریخوالي د زیاتېدو او په سیمه کې، په ځانګړي ډول د هرمز تنګي په شاوخوا کې، د وروستیو متقابلو بریدونو وروسته خپاره شوي دي.

ټرمپ تر دې مخکې هم په ترکیه کې د ناټو په غونډه کې د ایران له لوري د منسوبو ګواښونو یادونه کړې وه او ویلي یې وو چې د هغه نوم د اسلامي جمهوریت د ترور د هدفونو په سر کې دی. دا څرګندونې د ایران پر وړاندې د هغه د حکومت د «اعظمي فشار» د سیاست په چوکاټ کې شوي دي. امریکايي چارواکو هم ټینګار کړی چې د متحده ایالاتو پر لوړپوړو چارواکو هر ډول اقدام به له پرېکنده غبرګون سره مخ شي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.