د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، امریکايي ځواکونو د ایران د توغندیو، بېپیلوټه الوتکو د زېرمو او ساحلي رادارونو پر تاسیساتو بریدونه کړي او خبرداری یې ورکړی، که اړتیا پېښه شي، د ایران مسئله به په نظامي توګه پای ته ورسوي.
ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروث سوشیل» کې لیکلي، ښايي داسې وخت راشي چې نور د منطقي چلند امکان پاتې نهشي او امریکا اړ شي هغه عملیات چې پیل کړي، په پوځي توګه بشپړ کړي. نوموړي ګواښ کړی، که داسې وشي، د ایران اسلامي جمهوریت به نور پاتې نهشي.
تر دې مخکې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) هم په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې د اعلی سرقوماندان په امر امریکايي ځواکونو په ایران کې د پوځي څار، مخابراتو، بېپیلوټه الوتکو او نورو پوځي تاسیساتو پر څو هدفونو تازه بریدونه کړي دي.
په ورته وخت کې، د امریکا د سنا جرګې جمهوريپال سناتور جیم بنکس له فاکسنیوز سره په مرکه کې ویلي، که تهران د شوې هوکړې له ژمنو سره سم عمل ونهکړي، متحده ایالات به خپلو بمباریو ته دوام ورکړي.
د ټرمپ، سېنټکام او سناتور جیم بنکس وروستۍ څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري او امریکا پر ایران د پوځي او سیاسي فشار د زیاتولو خبرداری ورکوي.
لیکوال:سعید سمیر








